د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند غور ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Thu, Apr 23 2026 8:56 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مرکزي تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ادغام آمر محترم ملا ابراهیم شاه خلیل یې ملتیا کوله، غور ولایت ته  یې د مجردو شهیدانو کورنیو د احوال اخیستلو د هغوی سره یې د مرستو ترسره کولو په موخه سفر وکړ، د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو څخه یې لیدنه وکړه او د چارو د ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د غور ولایت د علماوو شورا له رئیس او مرستیال، د امنیه قوماندان، د ولايت مقام استازي او یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل. په دې لیدنه کې د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو ستونزې يې له نږدې واوریدې، د حل او رسیدګۍ په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر د کارکوونکو او مراجعینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې د یو محراب جومات د بنسټ ډبره کېښوده، څو مراجعین او کارکوونکي وکولای شي خپل لمونځونه او عبادتونه په ارامه، پاکه او ډاډمنه فضاء کې اداء کړي.

همداراز محترم وزیر صاحب د مجردو شهیدانو له کورنیو او د نابینا معلولینو سره  دليدنې په ترڅ کې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او له دوی  سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

په ورته وخت کې د غور ولایت د شهیدانو ورثوو او معلولینو د محترم وزیر صاحب د سفر تود هرکلی وکړ او دا یې یو مهم او ارزښتناک ګام وباله. هغوی څرګنده کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري تل د هغوی غوښتنو او ستونزو ته پر وخت او جدي رسېدنه کوي او د هغوی د وضعیت د ښه والي لپاره یې دوامداره هڅې ترسره کړي.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د شهیدانو د ورثه وو او معلولینو سره په لیدنه کې د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سپېڅلو احادیثو په رڼا کې د شهیدانو د لوړ مقام او عظمت په اړه هر اړخیزې او ارزښتناکې خبرې وکړې، مراجعینو ته یې د صبر او استقامت اړوند مهمې توصيې او سپارښتنې وکړي

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر تر دې وړاندې بامیان او دایکندي ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS