د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

asad_admin
Wed, Apr 22 2026 12:32 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په خپل کاري دفتر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال محترم مولوي محمد زاهد او راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه، د دې لیدنې پر مهال د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شاه ولي مسافر، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤ الدین سعد او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش حضور درلود.

په دې لیدنه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هغه حکم د تطبیق په اړه خبرې وشوې، چې له مخې یې په مرکز او ولایتونو کې پر شرایطو برابر معلولینو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونو د عملي کولو لارښوونې شوې دي.

په دې ليدنه کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د معلولینو لپاره د مسلکي پروګرامونو د پيل کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې او د یادو پروګرامونو د مؤثر تطبیق پر اهمیت یې ټینګار وکړ. نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت به د دغو پروګرامونو د تطبیق، د معلولیت لرونکو کسانو د پېژندنې او دې وزارت پورې د اړوندو چارو د پرمخ وړلو په برخه کې له اړوندو ادارو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

همداراز پرېکړه وشوه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د ملي دفاع وزارت له استازو څخه ګډ پلاوی جوړ شي، تر څو تخنیکي او د همغږۍ غونډې ترسره کړي او د فني او حرفوي پروګرامونو د پیل، تنظیم او تطبیق په اړه لازمې پرېکړې وکړي. د دې اقدام موخه دا ده چې د اړوندو وزارتونو دندې، صلاحیتونه او مسؤلیتونه په واضح ډول مشخص شي او د پروګرامونو تطبیق په منظم او بشپړۍ همغږۍ سره ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د فني او حرفوي پروګرامونو تطبیق د معلولینو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي او د هغوی لپاره به د ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS