د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د شهيدانو کورنيو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې شته ستونزو ته د ښې او پر وخت رسیدګي، د هغوی د کور په کور سروې او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
