په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش
د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او یو اندازه نغدي مرستې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوی ګل خان ګل محمد د یتیمانو د ملاتړ په برخه کې د خیریه مؤسسې له هڅو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې یې د نورو مرستو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.
