د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

asad_admin
Wed, Mar 11 2026 9:53 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په حضور کې د ټولو مرکزي ریاستونو د رئیسانو او آمرینو لپاره د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه تنفیذ او تطبیق په موخه د پوهاوي یو ورځینی پروګرام ترسره شو.

په دې پروګرام کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یي کړه چې دا قانون د اسلامي ټولنې د اصلاح، د نېکو کارونو د ترویج او د بدیو د مخنیوي لپاره یو مهم اصل بلل کېږي، هغه ټینګار وکړ چې د وزارت د ریاستونو ټول رئیسان او آمرین باید د دې قانون د تطبیق لپاره جدي هڅه وکړي، ټول کارکوونکي د دعوت او ارشاد ریاست درسونو ته پر وخت حاضر شي او له هر ډول غفلت او بې‌پروایۍ څخه ځانونه وساتي.

ورپسې محترم مولوي کلیم الله افغان د مشرانو د اطاعت، د اوامرو د پر ځای کولو او د یاد قانون د تطبیق پر اغیز خبرې وکړې او وې ویل چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون تطبیق د هر کارکوونکي مسؤلیت دی او ټول باید د دې قانون د پلي کېدو لپاره هڅه وکړي، ځکه چې یاد قانون د ټولنې د اصلاح لپاره ډېر مهم دی، د همدې اړتیا له امله عالیقدرمشرتابه حفظه الله تعالی د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو وزارت رامنځته کړی، څو په ټولنه کې هغه ستونزې او نیمګړتیاوې چې موجودې دي، هغه اصلاح او سمون ومومي.

په دې پروګرام کې محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دعوت او ارشاد اړوند تعلیمي نصاب پر اهمیت خبرې وکړې، تعلیمي نصاب یې د کارکوونکو د علمي او ديني پوهاوي د لوړولو لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې هر رئیس باید د خپلو کارکوونکو ترمنځ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون عملي تطبیق ته پاملرنه وکړي او هغه کارکوونکي چې لویه دوره یې نه وي بشپړه کړې، باید هره ورځ د سهار له خوا د دعوت او ارشاد له لوري تنظیم شويو درسونو ته پر وخت حاضر شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS