د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۱۱) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Wed, Mar 04 2026 9:39 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بېاځواکمنتیا موندنې خدمتونو، همداراز د یتیمانو او کونډو لپاره د صحي خدمتونو او یو شمېر معلولینو ته د ویلچرونو د برابرولو په موخه د (۱۱) میلیونه، (۷۲) زره او (۷۹۵) افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ، پروان، هلمند او پنجشېر ولایتونو کې (۳۶) زره او (۳۶۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ته د بیاځواکمنتیا خدمتونه او همداراز اړمنو یتیمانو او کونډو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي،له دې جملې څخه به (۲۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو ته په هلمند او پنجشېر ولایتونو کې ویلچرونه ووېشل شي.

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ترمنځ لاسلیک شو، چې د یوه کال په موده کې به د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د (HHRD) نړیوالې مؤسسې زرګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS