د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د همدرد خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Wed, Feb 04 2026 9:29 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او کونډو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د همدرد خیریه مؤسسې سره د (۴۵) زره او (۱۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 د دې هوکړه لیک له مخې، په کندهار او هلمند ولایتونو کې (۱۱۲۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو ته مرستې ووېشل شي.

چې له دې جملې څخه به (۳۰۰) تنو کونډو ته (۱۱) ډوله بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي او همداراز (۸۲۵) تنو یتیمانو سره به د اختریزو توکو مرستې ترسره شي.

یاد هوکړه لیک د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنين چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د همدرد خیریه مؤسسې رئيس محترم مختار احمد کاکړ ترمنځ لاسليک شو.

محترم مولوي ثناء الله فرقاني د يتيمانو د ملاتړ په برخه کې د همدرد خیریه مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او د يادې مؤسسې له رئيس څخه يې غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې لا پراخې کړي، تر څو زيات شمېر يتيمان او معلولین د دې مؤسسې تر پوښښ لاندې راشي او له دوامداره ملاتړ څخه برخمن شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS