د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

asad_admin
Sat, Dec 27 2025 1:43 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال محترم الحاج مولوي محمد زاهد او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني هم حضور درلود.

په پیل کې محترم وزیر صاحب د شهیدانو ورثه ‌وو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو د اولادونو لپاره د حرفوي او مسلکي زده کړو د برابرولو پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او د هغوی د اقتصادي ځان‌ بسیاینې لپاره یې یو مهم ګام وباله.

ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی هغه ځانګړی حکم له محترم وزیر صاحب سره شریک کړ، چې پکې د معلولینو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو واضح هدایت شوی وو.

د هر اړخیزو بحثونو او نظریاتو له تبادلې وروسته، د‌ محترم وزير صاحب له لوري هدايت وشو، چې د دواړو وزارتونو له لوري دې یوه باصلاحیته ګډه کمېټه وټاکل شي، تر څو د معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو د میکانیزم، څرنګوالي او د تطبیقي لارو چارو په هکله یو منظم طرزالعمل ترتیب کړي او وروسته یې د عالیقدر مشرتابه حفظه الله تعالی دفتر ته وړاندې کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS