د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Wed, Nov 26 2025 9:53 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوی او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست استازي او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

د یادونې وړ ده، هغو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، (۳۰۰) تنه یې د کابل ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي، همداراز پاتې (۲۰۰) تنه نور، د کابل ښار د ناحیو اړوند یتیمان، کونډې او معلولین وو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS