په بلخ ولايت کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته، څه باندې (۵) میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sat, Nov 22 2025 9:18 AM

د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د اسلامي رفاه مرستندويه مؤسسې په همکارۍ د چمتال په ولسوالۍ کې د شهیدانو او معلولینو پر (۱۳۰) مستحقو کورنيو باندې (۵) میلیونه او (۲۳۹) زره افغانۍ د‌ نغدي مرستې په توګه ووېشلې، چې د منظم پلان له مخې هر کورنۍ ته، (۴۰) زره او (۳۰۰) افغانۍ د‌ نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلينو د اسلامي رفاه مرستندويه مؤسسې له کړيو مرستو یې مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د‌ یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د مرستو دې لړۍ ته دوام ورکړل شي تر څو نورې کورنۍ هم له مرستو څخه برخمنې او د هغوی اقتصادي ملاتړ وشي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS