د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

asad_admin
Tue, Nov 18 2025 9:10 AM

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم مولوي ثناء الله فرقاني د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست د نوي رئيس په توګه، د شهیدانو او  معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې کارکوونکو ته معرفي او خپلې چارې يې رسماْ پيل کړې.

د معرفي په غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي محمد انور برادر، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم او د وزارت یو شمېر آمرینو او کارکوونکو حضور درلود.

په یاده غونډه کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د محترم ملا صدوخان حق‌شناس له ارزښتناکو فعالیتونو او کړنو څخه چې تر دې وړاندې یې د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، قدرداني وکړه او نوموړی يې یو فعال او د نیکو اخلاقو لرونکی شخصیت وباله او د هغه هاند او هڅې یې د یاد ریاست د چارو په پرمخ وړلو کې ډېرې ارزښتمنې وبللې.

همداراز محترم شیخ صاحب د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست اړوند چارې مسلکي او مهمې وبللې او له کارکوونکو یې وغوښتل چې له نوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري وکړي، د هغه له اوامرو اطاعت وکړي او په بشپړۍ همغږۍ خپل کارونه په منظم ډول پر مخ یوسي او نوي رئیس ته یې سپارښتنه وکړه چې له خپلو تر لاس لاندې کارکوونکو سره په شفقت، ښه سلوک او د همکاریو په روحيه چلند وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د محترم مولوي ثناءالله فرقاني له تېرو خدمتونو او فعالیتونو هم ستاینه وکړه او په راتلونکو چارو کې یې ورته د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS