د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس فاریاب ولايت ته سفر وکړ
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم مولوي سخي جان یې ملتیا کوله، د فاریاب ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست ته یې سفر وکړ او هلته یې د دعوت او ارشاد اړوند له چارو څخه ارزونه ترسره کړه.
محترم مفتي عبدالاحد مسعود په فاریاب ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته اصلاحي وينا وکړه او له هغوی وغوښتل چې د مراجعینو چارو ته پر وخت رسيدګي وکړي او له هغوی سره مناسب او د درناوي ډک چلند ولري.
همداراز محترم مفتي عبدالاحد مسعود د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.
