د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د دفتر په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sat, Nov 01 2025 9:39 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئيس محترم مولوي شاه محمد دوست په مشرۍ په یاد ریاست کې د چارو د لاښه والي او د لازمې همغږۍ د تأمین په موخه اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د ولایتونو د انسجام او همغږۍ آمر محترم مولوي عبدالله، د اسناد او ارتباط آمر محترم مولوي ولي الله، د وزارت د مقام سکرتر محترم قاري نورمحمد نوراني او د اړوندو څانګو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي شاه محمد دوست یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د منظم، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې له مراجعینو سره دې په درناوي او مهربانۍ چلند وشي، هغوی ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې او ستونزو او غوښتنو ته دې پر وخت او د زړه له اخلاصه رسیدګي وشي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د خپلو سپارل شویو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې بشپړه همغږي، همکاري او د مسؤلیت احساس ولري او د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند چارو ته دې له خنډ او ځنډ پرته رسیدګي وکړي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو هم د کاري بهیر د لا ښه ‌والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د محترم مولوي شاه محمد دوست لخوا هغوی ته په اړوندو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS