د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس نهرین ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
Wed, Oct 22 2025 9:14 AM

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د یاد ولایت اړوند نهرین ولسوالۍ ته یې د سفر په ترڅ کې له ولسوال سره له نږدې وکتل، په دې لیدنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د کلیو د ملکانو له لوري د ریاست کارکوونکو سره د کره او دقیقو معلوماتو د شریکولو او په ځینو نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

 په ورته وخت کې د نهرين ولسوالۍ ولسوال هم ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د پېژندنې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره هر اړخیزه همکاري وکړی.

محترم ملا احسان الله عابد همداراز په یادې ولسوالۍ کې د‌ اړوند مدیریت له چارو څخه ارزونه ترسره کړه، د‌ یو شمېر شهيدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او هرې کورنې سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS