د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پروګرامونو، مهمو فعالیتونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو د پېژندلو او تفکیک په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
Wed, Oct 22 2025 9:06 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پروګرامونو، مهمو فعالیتونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو د پېژندلو او تفکیک په موخه غونډه د وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان په مشرۍ ترسره شوه، په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم ملا روح الله نصرت، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین رئیس محترم ملا صدو خان حق‌شناس، د معلولینو چارو رئيس محترم مولوي شاه ولي، د معلولینو د بیاځواکمنتیا ریاست آمر محترم زاهد الله آفاقي، د تقنین او پالیسي کارپوه محترم ګل احمد عثماني او د دفتر ریاست کارکوونکي محترم سید حامد هاشمي شتون درلود.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پراختیایي  پروژو او د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو د تفکیک او پيژندلو په اړه بحث او تفصیلي خبرې وشوې، په پام کې ده چې د دې وزارت د پروګرامونو، مهمو فعالیتونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو طرحه له ارزونې او نهایی کېدو وروسته، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ  کې د شاملولو او انعکاس په موخه ترتیب او له اقتصاد وزارت سره شریک شي.

په دې طرحه کې د وزارت ټول پروګرامونه، مهم فعالیتونه او د لومړیتوب وړ پروژې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره شاملې دي، د دې طرحې په چوکاټ کې به، بنسټیزې موخې، د تطبیق ساحې، د ارزونې شاخصونه او د هرې برخې لپاره بودیجه په دقیقه او هر اړخیزه توګه په پام کې نیول کېږي، څو د پروګرامونو د پلي کولو بهیر په اغېزمن او شفاف ډول پر مخ ولاړ شي.

د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو هم د پروګرامونو او د لومړیتوب لرونکو پراختیایي پروژو پېژندلو او تفکیک په برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS