د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه

asad_admin
Mon, Oct 20 2025 11:37 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه نن ماسپښین د دې وزارت د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه، په دې غونډه کې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو پر لارو چارو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې او د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پر ګډو هڅو او پوره همغږۍ ټینګار وشو.

همداراز د غونډې ګډونوالو هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د فعالیتونو د لاښه والي او پياوړتیا په موخه خپل ارزښتناک وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل او د محترم وزیر صاحب لخوا هغوی ته لازم هدایات او اړینې لارښوونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS