په ننګرهار ولایت کې (۵۵۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
Thu, Sep 18 2025 8:47 AM
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (KRC) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې (۱۳) ډوله بېلابېلې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او د ځینو نورو خوراکي موادو ترڅنګ، غیر خوراکي توکي هم شامل وو.

یادې مرستې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني، د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم مولوي احسان الله او د یادې مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې پر مستحقو کسانو په شفاف او منظم ډول ووېشل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال محترم مولوي نورالحق حقاني، د یادې مؤسسې څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې یتیمانو سره د ورته مرستو غوښتنه وکړه

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS