په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د (ZFA) مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ د کاپيسا ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځينې نور خوراکي مواد او د حفظ الصحې توکي شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود او د یاد بهیر څخه یې په هر اړخیزه توګه څارنه ترسره کړه.