د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د برابروالي لپاره د عدالت (JEAO) مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Mon, Sep 15 2025 8:46 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (۴) لکه او (۹۵۳۶) ډالرو په ارزښت د افغانستان د برابروالي لپاره د عدالت مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې، په بامیان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو له کورنيو څخه (۱۰۵۰) تنو مستحقو کسانو لپاره د خیاطۍ او ګلدوزۍ، کرنې او د خوراکي توکو پروسس په برخو کې د حرفوي زده کړو پروګرامونه پيل شي، اړین وسایل او لوازم به ورته واخیستل شي او په اختیار کې به یې ورکړل شي، تر څو هغوی وکولای شي د کوچنیو کاروبارونو په پیلولو سره اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د افغانستان د برابروالي لپاره د عدالت  (JEAO) مؤسسې استازي محترم شیخ صبور محمدي ترمنځ لاسلیک شو، چې د تطبیق چارې به یې د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ د (۸) میاشتو په موده کې بشپړې شي.

محترم ملا صدوخان حق ‌شناس د هوکړه‌ لیک د لاسلیک پر مهال د مؤسسې له مسؤلینو څخه د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د پاملرنې له امله مننه او قدرداني وکړه او د مؤسسې له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه چې د اقتصادي ځان ‌بسیاینې په موخه د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره نورې ورته پروژې هم پيل کړي، تر څو د هغوی اقتصادي ستونزو ته په هر اړخیزه توګه رسېدنه وشي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یو شمېر نورو مرستندویه مؤسسو سره په ځینو ولایتونو کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه ورته پروژې پیل کړي دي تر څو هغوی له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS