په پکتیکا ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۶۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sun, Sep 14 2025 9:22 AM
mmd

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د مرکز او ولسوالیو د شهیدانو او معلولینو پر (۶۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد حنيف سيف الخالد د یادې خیریه مؤسسې له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسساتو یې هم وغوښتل چې د مرستو په وېشلو کې د شهیدانو او معلولینو کورنيو ته لومړیتوب ورکړي ترڅو په سمه توګه د هغوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS