د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Sun, Aug 31 2025 2:17 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په کابل، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د شهیدانو کورنيو او معلولینو لپاره د څښاک صحي اوبو د برابرولو په موخه، د (HHRD) مؤسسې سره د (۴۲) زره ډالرو په مجموعي ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې د کابل ښار اړوند د شیخ زاید په ښارګوټي کې معلولینو ته د څښاک صحي اوبه برابرېږي، په کندهار ولایت کې د څښاک اوبو چمتو کولو په موخه ژورې څاګانې کېندل کېږي او د اوبو د استخراج او دوامدارې استفادې لپاره په سولري سیسټمونو سمبالېږي او په ننګرهار ولایت کې نیمه کیندل شوې څاګانې بشپړېږي او د پمپونو په مرسته به د استفادې وړ ګرځي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) مؤسسې استازي محترم انجنیر شاکر الله امین ترمنځ لاسلیک شو چې د (۵) میاشتو په موده کې به د کابل، کندهار او ننګرهار ولایتونو اړوند ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS