د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (MAPWO) خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Tue, Aug 12 2025 9:31 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (۲۰۰) زره و (۴۹۰) ډالرو په ارزښت د (MAPWO) خیریه مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې، په پکتیا ولایت کې د شهیدانو او معلولینو له کورنيو څخه (۱۰۰۰) تنو مستحقو کسانو لپاره د خیاطۍ او لبنیاتو د تولید په برخو کې د حرفوي زده کړو پروګرامونه پيل شي، اړین وسایل او لوازم به ورته واخیستل شي او په اختیار کې به یې ورکړل شي، تر څو هغوی وکولای شي د کوچنیو کاروبارونو په پیل کولو سره اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (MAPWO) خیریه مؤسسې رئیس محترم جمال ناصر ترمنځ لاسلیک شو، چې د تطبیق چارې به یې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ د (۶) میاشتو په موده کې بشپړې شي.

محترم ملا صدوخان حق شناس د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د مؤسسې د مسؤلینو له خوا یې یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو سره یې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه او ټینګار وکړ چې هغوی ته د مرستو په وېشلو کې باید لومړیتوب ورکړل شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS