د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو له زده کړه ئيز پروګرام څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Jul 29 2025 9:16 AM
mmd

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد چې د یاد رياست د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم ضياء اللّٰه حيدري يې ملتيا کوله، په یاد ولایت کې د (HHRD) مرستندويه مؤسسې له لوري یتیمانو او معلولینو ته د‌ فني او حرفوي زده کړو له زده کړه ئيز بهیر څخه یې ارزونه ترسره کړه.

د دې ارزونې پر مهال د استادانو حاضري، د ټاکل شوو موخو د پلي کېدلو څرنګوالی، د خدمتونو وړاندې کولو کیفیت او د زده‌ کوونکو رضایت وارزول شو.

محترم حاجي فیض‌الله جواد له کارکوونکو څخه مننه وکړه او د خدمت په لاښه والي او له زده‌کوونکو سره یې د ښه چلند په هکله ټینګار وکړ.

نوموړي همداراز د زده کوونکو غوښتنې او ستونزې هم واوريدې او د‌ حل په موخه یې اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS