په پروان ولایت کې (۷۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
Sun, Jul 27 2025 9:26 AM

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د  (HHRD)خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۷۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، تر څو په ورځیني ژوند کې د هغوی پر وړاندې شته ستونزې حل شي.

یاد ویلچرونه د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د یادې خیریه مؤسسې د استازو په شتون کې پر مستحقو کسانو ووېشل شول.

د یادونې وړ ده چې د  (HHRD)خیریه مؤسسې تر دې وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د مرکز په شمول د هېواد په ډیری ولایتونو کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې برابرې کړې دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS