د غزني ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له کاري بهير څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزات د څارنې او ارزونې ریاست د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزوني آمر محترم ملا اهل الله حنفي په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو محترم شفیق شيرزاد او محترم شکر الله ساحل یې ملتیا کوله، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهير او ترسره شویو فعاليتونو څخه یې په هر اړخیزه توګه ارزونه ترسره کړه.
یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه او همداراز هغوی ته د میاشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې پروسه څخه یې له نږدې ارزونه وکړه، شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د حل په موخه یې د ریاست اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.