د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو بررسي پیل شوه

asad_admin
Tue, Jul 22 2025 9:20 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي چې د یاد رياست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، پکتیا ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو بررسي پیل کړه.

په پام کې ده چې یاد پلاوی به د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت بهیر  او د یاد ریاست له نورو اداري چارو څخه په هر اړخیز ډول بررسي ترسره کړي.

د دې بررسي اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د مخکیني پلاوي د سپارښتنو تعقیبول،  د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته نیمګړتیاوو پيژندل دي.

د یادونې وړ ده چې د یادې بررسي پایلې به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریکې شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS