په بلخ ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) کورنیو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Wed, Jul 16 2025 9:04 AM
mmd

د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د اړمنو کسانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او ځینې نورخوراکي توکي شامل وو.

د مرستو د وېش پر مهال د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو رئیس، محترم مولوي جان محمد حکمت وویل:

یاد ریاست د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې (۲۰۰۰) کورنیو ته د خوراکي توکو بېلابېلې مرستې وېشلې دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د اړمنو کسانو لپاره به نورې مرستې هم برابرې شي، څو هغوی وکولای شي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې په اسانه توګه پوره کړي.

په ورته وخت کې، هغو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، د  اسلامي امارت، خیریه بنسټونو او همکارو ادارو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دا لړۍ دوام ومومي او نورې اړمنې کورنۍ هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS