د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
Mon, Jul 14 2025 11:22 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي او محترم صفي الله وصال یې ملتیا کوله، د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې ترسره شوي فعالیتونه او کړنې په هر اړخیزه توګه وڅيړلې.

یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه او  همداراز د اداري برخو څخه په دقیق ډول بررسي او ارزونه ترسره کړه.

کنړ ولایت ته د کورنۍ پلټنې پلاوي د سفر اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته نیمګړتیاوو پيژندل وو، چې د یادې بررسي د پایلو راپور به د وزارت له مشرتابه سره شریک شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS