د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د اداري چارو د لا ښه سمون په موخه غونډه جوړه شوه

asad_admin
Thu, Jul 10 2025 9:15 AM
mmd

ياده اداري غونډه چې د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان عابد په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې اصلي موخه د ادارې دننه د چارو لا ښه سمون، او یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د اغېزناکو خدمتونو وړاندې کول وو.

همداراز په دې غونډه کې محترم ملا احسان الله عابد د کارکوونکو لپاره مهمې لارښوونې وکړې او ټينګار يې وکړ

چې هر کارکوونکی باید خپلې دندې د الهي امانت په توګه درک کړي او هغه پر وخت، دقیق او د مسئولیت له مخې ترسره کړي. نوموړي له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د غفلت، سهل‌انګارۍ او بې‌ پروایي څخه دې‌ په کلکه ډډه وکړي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو هم خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل، چې د ریاست د رئیس له لوري ورته لازمې لارښوونې او حل لارې چارې وړاندې شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS