د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۰۲) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري، د (HHRD) مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۱۰۲) تنو د فني او حرفوي زده کړو پر زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې. په یادو مرستو کې شپږ (۶) ډوله بېلابېل خوراکي توکي شامل وو، چې د زدهکوونکو د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابر شوي وو. همداراز هر زدهکوونکي ته (۲۰۴۰) افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړل شوه.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز اړوند آمرینو، کارکوونکو او د مؤسسې مسؤلینو هم حضور درلود.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه پیل شوي دي. دا مهال یو شمېر یتیمان او معلولین په یادو روزنیزو پروګرامونو کې پر زده کړو بوخت دي، هغوی ته هره میاشت نه یوازې د خوراکي توکو مرستې برابریږي، بلکې یاد مرکز ته د تګ او راتګ لپاره د ترانسپورت لګښت په موخه نغدي مرستې هم ورکول کېږي.