په غزني ولایت کې پر یو شمېر یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

asad_admin
Tue, Jul 08 2025 10:09 AM
mmd

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د نصیر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، لسو (۱۰) تنو یتیمانو ته د زرنج نقلیه وسایط ووېشل.

یاد پروګرام د یتیمانو د اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌ بساینې په موخه عملي شو، تر څو یاد کسان وکولای شي د خپل ژوند اساسي اړتیاوې پخپله پوره کړي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش د نصیر خیریه بنسټ له لوري د یتیمانو سره د مرستو له امله مننه وکړه، د دوی دا نیک اقدام یې د ستاینې وړ وباله او له نورو خیریه مؤسسو او بنسټونو څخه یې هم وغوښتل چې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ په موخه دوامداره مرستې برابرې کړي، تر څو دا اړمن قشر له اقتصادي ستونزو څخه وژغورل شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS