په هلمند ولایت کې پر (۶۰۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sun, Jun 29 2025 3:35 PM
mmd

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د لښکرګاه ښار په شمول د ګرشک، باباجي، نهر سراج، نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالیو اړوند د شهیدانو او معلولینو پر (۶۰۰) کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.

د یادونې وړ ده چې یادې مستحقې کورنۍ څه موده وړاندې د یوې کره او دقیقې سروې له مخې پېژندل شوې وې، چې نن ورځ له مرستو څخه برخمنې شوې.

همداراز د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر دې مخکې هم د خیریه مؤسسو په همکارۍ زرګونو تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته اړینې مرستې برابرې کړي دي، ترڅو د هغوی د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې تر یوه حده پوره او ورته د لاښه ژوند کولو زمینه برابره شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS