Agreement on establishing a child support center for disabled children has been signed

mmd_admin
Wed, Aug 28 2019 10:18 AM
1

 

د معلولیت لرونکو ماشومانو د ملاتړ مرکز جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

 

نن سه شنبه د (وږي میاشتې ۵) د معلولیت لرونکو ماشومانو د ملاتړ مرکز د جوړولو هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، ښار جوړولو او ځمکو وزارت، کار او ټولنیزو چارو وزارت او د پیاوړو ماشومانو د نوښت موسسې تر منځ رسماً لاسلیک شو.

 

په دې مراسمو کې د یادو وزارتونو محترمو وزیرانو او د ماشومانو د نوښت موسسې مسولینو ګډون درلود. 

 

یاد مرکز د پیاوړو ماشومانو د نوښت موسسې په مالي ملاتړ جوړیږي او د عملي کولو چارې یې هم د دغې موسسې پر غاړه دي.

 

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دغه مرکز جوړولو لپاره د پیاوړو ماشومانو د نوښت موسسې ته دولتي ځمکه په اجاره ورکوي او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پروژې د څارنې مسولیت پر غاړه لري.

 

دا مرکز کې به معلولیت لرونکو ماشومانو ته د اوسېدو ځای، د ښوونې او روزنې او روغتیایي خدمتونو اسانتیاوې برابروي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS