د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اړمنو مېرمنو د ملاتړ مؤسسې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Sat, May 17 2025 9:28 AM
mmd

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د اړمنو مېرمنو د ملاتړ مؤسسې رئیس محترم عطاء الله حیدري تر منځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې، د کابل ښار په پنځه لسمه ناحیه کې د (۵۰) تنو کونډو او معلولیت لرونکو مېرمنو لپاره د کورنۍ نانوایي د جوړولو په موخه، اړین وسایل واخیستل شي او د هغوی په واک کې ورکړل شي.

د دې پروژې مجموعي لګښت (۵۵) زره ډالره کېږي چې د نه (۹) میاشتو په موده کې، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به پلي شي.

د یادو وسایلو د وېش وروسته به، یادو مېرمنو ته، د دوو میاشتو په موده کې د ډوډۍ پخولو عملي زده‌کړې هم ورکړل شي، د دې کار اصلي موخه دا ده چې مېرمنې وکولای شي د دې وسایلو څخه په مؤثره توګه استفاده وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS