د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د یو شمېر مجاهد معلولینو سره نغدي مرسته ترسره شوه

asad_admin
Tue, May 13 2025 9:12 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ننګرهار، لوګر، خوست او کنړ ولایتونو اړوند له یو شمېر مجاهد معلولینو سره چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، هغوی سره یي یو اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.

یاده نغدي مرسته د ځانګړې ټاکل شوې کمېټې له لوري چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شاه ولي مسافر او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش یې غړیتوب درلود، مستحقو معلولینو سره ترسره شوه.

همداراز د یادې کمېټې غړو د معلولینو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د هغوی سره یې خواخوږي او همدردي هم څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په زابل، غزني، پروان، کاپيسا، هلمند او بادغیس ولایتونو کې د ورته مجاهد معلولینو سره نغدي مرستې ترسره شوې دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS