د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د انساني مرستو مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Tue, May 13 2025 9:00 AM
 mmd

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د انساني مرستو مؤسسې مسؤل محترم نصر الله شینواري ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې، په جوزجان او کندز ولایتونو کې د یو شمېر کونډو مېرمنو لپاره د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د کورنۍ نانوایي او د دوکانونو اړین وسایل واخیستل شي او د هغوی په واک کې به ورکړل شي.

د یاد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د بهرنيو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق‌شناس د انساني مرستو مؤسسې څخه مننه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې خپلې مرستې لرې پرتو ولایتونو ته هم وغځوي، تر څو په یادو سیمو کې د ټولنې دغه زیانمن قشر له مرستو څخه برخمن شي.

د یادونې وړ ده، د دې پروژې مجموعي لګښت (۲۵) زره او (۵۱۲) ډالره کېږي او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS