شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي په بادغیس ولایت کې د یو شمېر معلولینو سره نغدي مرستې ترسره کړې

asad_admin
Wed, May 07 2025 11:04 AM
mmd

 د هرات ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي علاء الدين سعد په مشرۍ يو پلاوي چې د جوزجان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي شبیر احمد مسعود یې ملتيا کوله، بادغیس ولایت ته یې د سفر پر مهال د پنځه (۵) تنو مجاهد معلولینو سره چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او مستحق معلول سره ېې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

په ورته وخت کې د بادغيس ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد اسماعيل رحماني د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبرۍ څخه یې د معلوليت لرونکو وګړو د ملاتړ په پار مننه او قدرداني څرګنده کړه او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره یې دعا وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS