د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sat, May 03 2025 9:36 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند په مشرۍ، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د چارو په ترسره کولو کې د لا ښې همغږۍ په رامنځته کولو، شته ستونزو ته د حل پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وشوې. د دې تر څنګ د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په هکله هم ټینګار وشو.

همداراز په دې غونډه کې ګډونوالو هم د وزارت د موخو د ښه تحقق لپاره خپل ارزښتناک وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS