په ننګرهار ولایت کې (٥٠٠) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
Sat, May 03 2025 9:34 AM
mmd

د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ليف خيريه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولايت په کامې ولسوالۍ کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې اوړه، وريجې، غوړي او ځینې نور خوراکي او غیرخوراکي توکي په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د یادو مرستو د‌ وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک کونډو او یتیمانو ته د خیریه مؤسسو څخه د مرستو د جلب ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: موږ دې اړمن او بیوزله قشر ته د خدمت کولو په موخه ګمارل شوي یو او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو او همداراز هغوی ته د خیریه بنسټونو څخه د مرستو په راجلبولو کې خپلې هر اړخیزې هڅې به جاري وساتو تر څو د دې اړمنو خلکو لاسنیوی وشي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS