د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه

asad_admin
Sat, May 03 2025 9:25 AM

د فرامینو، حکمونو، هدایاتو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري شورا د پریکړو د تطبیق او د اداري چارو د لاښه والي او مؤثریت په موخه د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ ترسره شوه په هغه کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

محترم مولوي محمد انور برادر د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کارکوونکو له لوري ترسره شوي فعالیتونه او کړنې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت ته خدمت کول باید د خدای جل جلاله په بشپړ اطاعت، په اخلاص او پاک نیت سره سم ترسره شي.

همداراز په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پالیسۍ او اصولو د ښې پلي کېدو، د شهیدانو کورنيو او معلولینو ته پر وخت د خدمتونو پر وړاندې کولو، له مراجعینو سره د ښه چلند، له نورو برخو سره د پوره همغږۍ په رامنځته کولو او د کاري پلانونو د ترتیب په هکله هم ټینګار وشو.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS