د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند کارکوونکو د کړنو او فعالیتونو د ارزونې لړۍ رسماً پېل شوه

asad_admin
Tue, Apr 15 2025 11:21 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د منظم پلان له مخې، د دې وزارت د ټولو کارکوونکو د کړنو او فعالیتونو د ارزونې پروسه نن د ځانګړې ټاکل شوې کمېټې له‌ خوا پیل شوه، په یادې کمېټې کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د پلان او پاليسى محترم رٸيس ملا صدو حق شناس د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس محترم مفتي فیصل خاموش، د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد او د سوانح او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي شتون لري.

د یادې کمېټې لخوا د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو اړوند کارکوونکو یو کلني فعالیتونه، اجراآت او کاري راپورونه په هر اړخیز ډول وارزول شول.

د دې ارزونې اصلي موخه په کاري بهیر کې د شته ستونزو او ننګونو په نښه کول، د اداري چارو د کیفیت لوړول او د هغو برخو پېژندنه ده چې کارکوونکي یې د ظرفیت لوړونې روزنیزو پروګرامونو ته اړتیا لري او د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ به لازم اقدامات ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS