د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په البرز ولسوالۍ کې د شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل

asad_admin
Sun, Apr 13 2025 8:46 AM
mmd

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي جان محمد حکمت چې د البرز ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیر محترم ملا صبغت الله خطاب یې ملتیا کوله، یادې ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې پر وخت رسیدګي وشي.

په دې لیدنه کې، نوموړي له هرې کورنۍ سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم مولوي جان محمد حکمت همداراز د البرز ولسوالۍ له ولسوال محترم مولوي سیف الله معتصم سره هم‌ وکتل او ډاډ یې ورکړ د شهيدانو هغه کورنۍ چې له جدي اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ دي، د هغوی ستونزې به د بلخ ولایت له والي محترم الحاج ملا محمد یوسف وفا صاحب سره شریکې کړي، تر څو د هغوی لپاره هم لازمې مرستې برابرې شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS