پنجشېر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Thu, Apr 10 2025 12:13 PM
mmd

د کاري بهیر د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي کمال‌الدین رحیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه چې په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي کمال‌الدین رحیمي د یتیمانو، کونډو او معلولینو د سروې بهیر د پېل، هغوی ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو، د سلسلې مراتب رعایت کولو، د دندو لایحو او کاري پلان سره سم د سپارل شویو مسؤلیتونو د ترسره کولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.

همداراز په دې غونډه کې ګډونوالو هم په وار سره خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل او د محترم مولوي کمال‌الدین رحیمي له لوري هغوی ته لازمې لارښوونې وړاندې شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS