د بلخ محترم والي صاحب د اختر په دوهمه د بلخ ولایت د شهیدانو او یتیمانو د کورنیو او اقرباوؤ حال له نژدې واخیست

asad_admin
Sat, Apr 05 2025 12:01 PM
mmd

د هیواد اتلو او قهرمانو مجاهدینو د  خپلو وینو او قربانیو په بدل کي افغانستان له شل کلن اشغال څخه خلاص او د دې هیواد ولس یې له غلامۍ څخه وژغورۍ، بلخ محترم والي الحاج محمدیوسف وفا صاحب د اختر په دوهمه ورځ د هغو شهیدانو له کورنیو سره وکتل، چي په دې پاکه او مقدسه لار کي یې خپل پلرونه، وروڼه، زامن، اکاګان او یا هم د کورنۍ نور غړي له لاسه ورکړي وه، چي په دې لیدنه کي د بلخ ولایت امنیه قومندان الحاج ملاعبدالرازق راشد صاحب، د بلخ ولایت د استخباراتو رئیس صاحب، د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي جان محمد حکمت صاحب او یوشمېر نورو مسؤلینو حضور درلود.

 

د بلخ محترم والي صاحب لومړی دا ډېر د ویاړ ځای یاد کړ، چي نن ورځ یو ازاد او خپلواک افغانستان لرو، دا د هغو شهیدانو د قربانیو نتیجه ده، چي د جهاد پر مهال یې په هر ډول سختو حالاتو کي د وطن د دوښمنانو پر وړاندي مبارزه کول او یوازي د الله د رضاء او د دې ولس د خپلواکۍ لپاره جنګېدل، دا بریا یوه داسي بریا وه، چي ټولۍ نړۍ ته یې دا وښوده، ترڅو اشغال سوي هیوادونه ټول خپلواک وي، دا ستاسو د کورنیو د شهیدانو برکت وو او دا د شکر ځای دی نن ورځ د زیاتو قربانیو وروسته یو اسلامي، سوچه او شرعي نظام لرو، د ټولو تلونکو شهیدانو هغه ارمان نن ورځ پوره سوی، چي غوښتل یې د ازاد هیواد لپاره ځانونه قرباني کړي، الحمدالله اسلامي نظام باندي یو داسي مشر شتون لري، چي د شهیدانو بچیانو او کورنیو لپاره پوره توجه لري او هر ډول غوښتني او ارمانونه یې ورته پوره کوي.

 

وروسته د شهیدانو یادو کورنیو یوشمېر استازو په نوبتي ډول خبري وکړې او په بلخ ولایت کي یې د محترم والي صاحب کړني او خدمات وستایل او دا یې د ویاړ خبره یاده کړه، چي شهید سوي خپلوان، زامن او پلورونه یې ددې یوه ازاد او خپلواک افغانستان لپاره قرباني سول او نن ورځ د هغوی د شهیدانو په سترو قربانیو هیواد ازادي خپله کړې ده او ټول د یوه امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تر قیادت لاندي ژوند کوو، دوی د خپلو خبرو په ورستیو کي زیاته کړه، چي په هر حالت کي به د اسلامي امارت تر شاه ولاړ وي او ملاتړ به یې کوي.

 

د ناستي په ورستیو کي ټول شهیدانو ته د مغفرت دُعاوي وسوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS