په کابل ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د حبیب ګلزار شرکت سره په همغږۍ د دې ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي په شفاف او منظم ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د کابل ولایت شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د حبیب ګلزار شرکت ځینو مسؤلینو شتون درلود چې مستحقو کسانو ته یې د مرستو د وېش له بهیر څخه په پوره توګه څارنه ترسره کړه.