د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې د اړمنو کسانو د ملاتړ په موخه د قمر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
Mon, Mar 24 2025 1:34 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو ته د مرستو برابرولو په موخه د قمر خیریه بنسټ سره د پنځه لکه او لس زره (۵۱۰۰۰۰) افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د قمر خیریه بنسټ عملیاتي مدیر محترم ریاض احمد صافي ترمنځ لاسلیک شو، له مخې به یې د کابل او کنړ ولایتونو اړوند (۱۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره اووه (۷) ډوله بېلابېل خوراکي مواد چمتو او ووېشل شي، د یادې پروژې پلي کول به د کابل او کنړ ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په بشپړې همغږۍ به ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د قمر خیریه بنسټ تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې او خوراکي توکي وېشلي دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS