په پکتیا ولایت کې پر (۳۷۰) تنو مستحقینو باندې د مرستو وېش

asad_admin
Sat, Mar 22 2025 12:07 PM
mmd

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۳۷۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځينې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د وېش بهیر د پکتیا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي، د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم حج مدین محمدي او د‌ خیریه مؤسسې د استازو په شتون کې ترسره شو.

همداراز هغو مستحقو کسانو چې مرستې  ترلاسه کړې وې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې هم د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS