په کندهار ولايت کې پر (۳۵۰) مستحقو کسانو باندې د خوراکي مرستو وېش

asad_admin
Wed, Mar 19 2025 11:48 AM
mmd

په یادو مرستو کې چې وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، د‌ کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۵۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د وېش بهیر د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مرستیال محترم ملا اختر محمد آخند، د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم مولوي عبدالله عابدي او د‌ خیریه مؤسسې د استازو په شتون کې ترسره شو.

همداراز هغو مستحقو کسانو چې مرستې  ترلاسه کړې وې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS