په ننګرهار ولایت کې (٣٨٠) تنو مستحقینو مرستې ترلاسه کړې

د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په (٣٨٠) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل شول.