د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د نور مرستندويه مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
Mon, Feb 17 2025 1:54 PM
mmd

د دې هوکړه لیک له مخې به، د کابل ښار په اولسمې ناحیې کې (۲۰۰) تنه مستحق یتیمان تر پوښښ لاندې راشي چې د هغوی لپاره خوراکي خوندیتوب تأمین او د زده کړې زمینه هم برابره شي، سربېره پردې د هغوی د کورنيو د اقتصادي ځان بسیاینې په برخو کې هم خدمتونه وړاندې شي، تر څو هغوی وکولای شي د اقتصادي خپلواکۍ په لور ګامونه پورته کړي.

د همکارۍ دغه هوکړه ليک د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس د نور مرستندویه مؤسسې مسؤل محترم انجنیر ویس عمادي تر منځ  لاسلیک شو.

د‌ یادونې وړ ده چې د یادې شوې پروژې مجموعي ارزښت (۴۳) زره او (۲۰۸) امریکايي ډالره کېږي او د دې وزارت د ټولنیزو چارو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به پلي شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS